په جنګ کې حلوا نه وېشل کیږي

په جنګ کې حلوا نه وېشل کیږي


  • 3 کاله دمخه (05/12/2020)
  • پير محمد کاروان
  • 1781

متل دی وایي چې په تنګ شي نو په جنګ شي . رښتیا یې ویلي کله خو جنګ پر سړ ي ور و تپل شي داسې په کې را ښکېل شي چې د خلاصون اونجات لاره یې نه وي . کله هم په جنګ کې د دین او انساني قوانینو له مخې یو طرف په حقه او بل طرف تیری کوونکی وي . زه پر دې جنګونو نه غږېږم ځکه چې دا په خپله اوږدې خبرې او دلیلونه غواړي . زه هغه شوم او بدرنګ جنګ یادوم چې د یوه وطن د اوسیدونکو تر منځ شیطان رخنه وکړي ، په یوه داسې کرغېړن جنګ کې بندیوان شي چې نه یې په کې د دین ګټه وي نه د دنیا . کله کله خو چې انسان د تیرو پیړیو دهغو ډله ییزو جنګونو په باب فکر کوي چې د انسانانو له سرونو به منارونه جوړېدل ، له یوه سوال سره مخ کیږي . سوال دادی چې دلته به د یوه او بل طرف له پاره دا دومره ډېر جنګیالي له کومه پیدا کېدل ؟ خو اصله خبره داده چې دواړو طرفونو ته به پیسې ورکول کېدې او یا به یې انساني احساسات په مختلفو شکلونو را پارېدل ، سره لمبه کېدل به او له مقابل طرف به یې دیو صفته کرکه په زړه کې کرل کېده . همدا کرکه به ورو ورو په یوه داسې ښامار او اژدها بدلیده چې مقابل طرف به یې ژوندی کومې ته تېراوه . نن سبا دا نوره نړۍ خو پریږدئ همدا زمونږ خپل شیرین افغانستان و ګورئ ډېر ځله د دې وطن تر منځ خپل منځي جګړې شوې دي . داسې تباه کوونکې چې په زرګونو وطنوال په کې له ژونده بې برخې شوي دي . همدا ډېره موده کیږي چې اوس هم په یوه او بل شکل جنګ روان دی . سړی حیران شي چې دا تر پردې شاته دا بدرنګې استخباراتي کړۍ به د څه له پاره زمونږ پر دې خوار وطن د جنګونو او مرګونو دا بلار را هی کوي .

څو ورځې وړاندې مې د ټاپي د پروژې په اړه د محترم مولوي ضعیف یوه عجیبه لیکنه ولوسته .دا پروژه یې ډیره ستایلې وه . د سروزرو کرښه یې بللې وه . لیکلي یې وو : که چیرې له دې پروژې د افغانستان خلک او اوسنی دولت مناسبه ګټه پورته کړي افغانستان به له هره لحاظه بسیا شي . ددې لیکنې په یوه برخه کې یې دا اندېښنه ښودلې وه چې ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي چې دا کرښه د افغانستان په ګټه تمامه شي . دې لیکنې یوې بلې برخې حیران کړم . په لیکنه کې لیکل شوي وو چې د همدې پروژې د عملي کیدو له پاره ځینې کمپنیو داسې کسان جوړ کړي وو چې زمونږ د وطن په ډېرو جګ پوړو چارواکو کې راتلل . له همدې خبرې دا هم راته جوته شوه چې ډېر ځله داپه یوه وطن کې جنګونه د همداسې کړیو له خوا پلان کیږي او لارې ګودرې ورته جوړیږي . په مختلفو ډراماتیکو احساس را پاروونکو پېښو او نیرنګونو د یوه وطن خواږه او سره یو وجود اوسیدونکي غوښه او چاړه شي . له دې کرښو مې مقصد دادی چې زمونږ وطنوال په خپلو کې سره خویندې وروڼه و اوسي ، او دیوه ښه ملت جوړیدو ته لاره جوړه کړي . زمونږ د وطنوالو دیني ، وطني ، ملي او هر ډول احساسات د داسې چا او کړیو له خوا را ونه پارول شي چې هم مو د الله په نزد مخونه تور او هم مو وطن ته ضرر رسیدلی وي . زمونږ هر عمل ، نیت ، احساس او اراده د الله د رضا له پاره باید وي . که مو ځانونه د الله په لاره برابر کړل ، که د الهي او ښو انساني قوانینو په رڼا کې مو ژوند وکړ ، که مو د خپل عقل او خپلې ارادې واګې د شیطان صفته کړیو په لاس کې ور نه کړې ان شالله چې مونږ به ښه مومنان ، ښه انسانان او ښه وطنداران او د بشرې ټولنې ښه غړي وو . د لیکنې په سر کې مې له جنګ سر و ټکاوه دلته د جنګ په باره کې یوه شعر ډېر خوند راکړ . ما د خوږو اوریدونکو او لوستونکو له پاره پښتو کړی دی . هیله ده که څوک په داسې جنګ کې را ښکېل وي هغوی ترې د نجات او خلاصون الهام واخلي .

هغه سړی چې ووژل شو : شعر د انګلیسي شاعر توماس ګري دی ، توماس ګري له 1840 تر 1928 پورې ژوند کاوه . دا شعر د سودا زده په نوم لیکوال په فارسي نثر اړولی چې ما په ساده پښتو ازاد شعر و ژباړه .په یوه نیمه مسره کې د ښکلا په نمط لږ تصرف شوی بښنه دې وي .

هغه سړی چې ووژل شو

که چېرې ما او هغه

په یوه لرغوني سماوار کې وای کتلي سره

د سماوار پر تخت به

دواړه د یو د بل تر څنګه ناست وو

ښایي چې څښلی به مو چای وای سره

په قدیمي شنو بلغمي پیالو کې

خو دا چې مونږه دواړه

وو دوه ساده سربازان

په یوه جګړه کې سره مخ په مخ شو

پر یو پر بل مو د ټوپک باړونه و چلول

ما چې په نښه کړ پرې ډز مې وکړ

بس ځای په ځای مې هغه ووژلو

هغه مې وویشتو او و مې واژه

هغه نو ځکه چې دښمن ؤ زما

او دا خبره وه رڼه لکه د ورځې په شان

چې کومه ده اصله خبره داده :

چې هغه هم ښایي زما په شانې

را وستل شوی وي په زور د سربازۍ دندې ته

ښایي له ډېرې بې وسۍ به یې په نیمه بیه

خرڅ وي د ژوند او د روزګار شیونه

جنګ هم یو شی دی ډېر عجیب و غریب

پر یوه داسې چا به ډزې کوې

چې که یو چېرته وای د چایو هوټل

هغه به تا ؤ مېلمه کړی په کې

یا به یې مرستې ته ورغلی له پیسو سره وې