کانګرس: ټرمپ افغانستان کې د سرتیرو شمیر له ۴ زرو نشي کمولی

کانګرس: ټرمپ افغانستان کې د سرتیرو شمیر له ۴ زرو نشي کمولی


  • 4 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1248

 

د امریکا د کانګرس ځیني غړي وایي ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سرتیرو شمېر له ۴ زرو نشي کمولی.

د ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره د امریکا د استازو او سنا جرګې د واک ورکولو قانون کې راغلي چې ولسمشر نه شي کولی په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر څلور زره کم کړي.

لایحه کې دغه راز راغلي چې ټرمپ دې د افغانستان وضعیت ته په پام د سرتېرو ایستل تنظیم کړي.

د لایحې په یوه برخه کې راغلي، که د امریکا ولسمشر دغه پرېکړې رد کړي نو کانګرس دا صلاحیت لري چې ورته پرېکړه لغوه کړي.

امریکایي شنونکي وایي چې د قانون جوړوونکو وروستۍ پرېکړه نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ته هم قوي پیغام ورکوي څو د افغانستان له مسائلو سره بشپړ مسوولانه چلند وکړي.