افغان حکومت وایي ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښه څېړي

افغان حکومت وایي ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښه څېړي


  • 4 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1193

 

افغان حکومت وایي ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي ویرونکې پېښه څېړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکې پېښې په تړاو د څېړنو له پيل څخه خبر ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې دوه خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په ایران کې افغان کډوال د ایراني ځواکونو له خوا وهلو، ټکولو او شکنجې سره مخ کېږي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون او د چارو شنونکي په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالی له نړیوالو مقرراتو سرغړاوی ګڼي او له حکومت څخه د پېښې د جدي څېړنې او د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره د اساسي ګامونو اخیستو باندې ټینګار کوي.

په کابل کې د ایران سفارت خپره کړې اعلامیه کې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیه نه ده تائيد کړې خو د پېښې په اړه یې له څېړنو خبر ورکړی.