له زلمي خلیلزاد سره د ملا عبدالغني برادر لیدنه

له زلمي خلیلزاد سره د ملا عبدالغني برادر لیدنه


  • 3 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1330

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایی، په دې ناسته کې د امریکا او طالبانو ترمنځ دلاسلیک شوې توافقنامې پر ارزښت او د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وشوې.

طالبان وایی، په دې ناسته کې همدا شان د سولې پروسې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې او له تور لېست څخه د طالب مشرانو د اېستلو غوښتنه مطرح شوه.