خلیلزاد: د مصالحې عالي شورا باصلاحیته ارګان دی

خلیلزاد: د مصالحې عالي شورا باصلاحیته ارګان دی


  • 4 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1086

 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، د مصالحې عالي شورا د سولې په پروسه کې د سياسې حل لارې نقشې, د واک ويش, اوربند او د جنګ د پای ته رسولو برخه کې با صلاحيته ارګان دی.

زلمي خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه د ملي مصالحې عالي شورا له لومړۍ غونډې د هرکلي تر څنګ ويلي، د سولې په برخه کې وروستي اقدمات هیله بښونکي دي او دواړه لوري دې د سولې لپاره هڅې چټکې کړي او دغې اوږدې جګړې ته دې د پای ټکی کیږدي.

خلیلزاد ویلي، د اصولو او کړنلارو له بشپړولو سره، د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټیمونه اوس د مذاکراتو په بل پړاو کې دي، او د اجنډا په اړه یې لومړنۍ غونډه په دوحه کې وکړه.