فرانسې د ملي مصالحې شورا د لومړۍ ناستې هرکلی کړی

فرانسې د ملي مصالحې شورا د لومړۍ ناستې هرکلی کړی


  • 4 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1536

 

فرانسې د ملي مصالحې عالي شورا د لومړۍ ناستې هرکلی کړی دی.

په کابل کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارټینن ویلي چې د سولې راتګ لپاره په افغانستان کې د سیاسي اقشارو ترمنځ یووالی خورا مهم دی او دا یووالی د ټول افغانستان لپاره په ګټه تمامېږي.

نوموړي زیاته کړې، افغان دولت په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره یو اړین ګام پورته کړی دی.

هغه ویلي، دوی هیله لري چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې به دا هېواد تلپاتې سولې او ثبات ته ورسوي.