جوماتونو کې د زده کړو په اړه د پوهنې وزارت نوې طرحه

جوماتونو کې د زده کړو په اړه د پوهنې وزارت نوې طرحه


  • 3 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1081

 

د پوهنې وزارت د نوې طرحې له مخې له دې وروسته به د ټولو ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي خپلې زده کړې په جوماتونو کې کوي.

د یاد وزارت په خبره، جوماتونه هم د زده کړو په ایکو سیسټم کې داخل شوي دي او دا کار به د دې سبب شي چې زده کوونکي لا ډېر په اسلامي روحیه سمبال شي.

پوهنې وزارت دا کار په غوره اسلامي روحیه د زده کوونکو د سمبالښت لپاره یو غوره ګام بللی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې دا سیسټم به څه ډول پلی کېږي خو یاد وزارت څرګنده کړې چې د دې طرحې پلي کولو لپاره یو جامع پلان ته اړتیا ده چې ژر به ترتیب او تطبیق شي.