د شورا ترکیب کې دې مطرح سیاسي شخصیتونه شامل شي

د شورا ترکیب کې دې مطرح سیاسي شخصیتونه شامل شي


  • 4 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1219

مشرانو جرګه د ملي مصالحې عالي شورا د ترکیب هر اړخیزوالي او بشپړېدو باندې ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې ځینې غړي وایي، چې د مصالحې عالي شورا ترکیب کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامی مشرانو په شمول د افغانستان مطرح سیاسي څېرې برخه نه لري.

سناتوران د یادې شورا له رئیس څخه غوښتنه کوي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او جمعیت اسلامي رئیس صلاح الدین رباني سره دې تفاهم وکړي او په دې برخه کې موجوده نیمګړتیا دې رفع کاندي.

په ورته مهال مشرانو جرګې د خپلې یکشنبه ورځې عمومي غونډې ته د پوهنې وزارت سرپرسته د اسلامي تعلیماتو معیینیت د لغو کېدو پر مسئلې استجواب کړې وه.

خو د پوهنې وزارت سرپرستې د اسلامي تعلیماتو لغوې په تړاو د سناتورانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې د اسلامي تعلیماتو معیینیت د پرمختګ لپاره یې طرح نهايي کړې وه.

خو د مشرانو جرګې رئیس او سناتورانو ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معیینیت موجودیت حتمي دی.