د افغانستان د تنکیو ځوانانو د سنوکر لوبې اتلولي نصرالله رضایي وګټله. د سنوکر دغه لوبې پرون او وړمه ورځ په کابل کې د تنکیو ځوانانو د ملي ټیم د غړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې.
د سنوکر فدراسیون مشر محبوب شاه دارابي ویلي، چې نصرالله رضايي وشو کولای په فاینل لوبه کې د امید سینزي په مقابل کې څلور پر درې بریا خپله کړي.
دارابي په خپله فېسبوک پاڼه کې دا هم ویلي، "چې د تنکیو ځوانانو په لوبو برعلاوه د ځوانانو او ماسټرانو په کټګوریو کې هم لوبې ترسره شوي."
د ملي ټیم لوبغاړو د ماسټرانو په کټګوریو کې، نادر روحاني د زمري اساس په وړاندې څلور پر دوه بریا خپله کړې.
د افغانستان ځینو نورو سنوکربازانو له ډلې نادر سلطاني، رئیس خان سینزي او صالح محمد له دې وړاندې په اسیايي او نړیواله کچه لوبېدلي او ګڼې بریاوې یې ترلاسه کړې دي.