افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار ولایت له مشرانو سره کتلي دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره په ارګ کې لیدلي دي. ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، "چې د کندهار ساتنه او دې ولایت ته پاملرنه په حقیقت کې ټول افغانستان ته پاملرنه ده او موږ ټول باید په کندهار کې د منفي حالاتو د تکرار مخه ونیسو."