پر ملکیانو هدفي بریدونه وحشیانه عمل دی

پر ملکیانو هدفي بریدونه وحشیانه عمل دی


  • 4 کاله دمخه (07/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1133

په کابل کې د لویدیځو هیوادونو یو شمیر سیاسي استازولیو د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې افغانستان کې پر رسنیو، د رسنیو پر کارکوونکو، مذهبي مشرانو، د بشري حقونو پر مدافعانو، زده کوونکو او ملکي وګړو باندې هر ډول بریدونه وحشیانه بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

اعلامیه کې د ملکي وګړو د وژنې پړه تر ډېره پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اچول شوې ده.

دا اعلامیه چې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو چک، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، المان، ایټالیا، هالنډ، سویډن، استرالیا، کاناډا، ناټو، ناروې، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو په ګډه خپره کړې ده پکې راغلي، دوی دا بریدونه د سولې پر پروسې د برید په مانا بولي او له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له طالبانو غواړي چې پر ملکیانو وحشیانه بریدونو ته د پای ټکی کیږدي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، دا ډول بریدونه په افغانستان کې د بیان ازادي نه شي محدودولی بلکې لا به د خپلو حقونو لپاره د افغانانو د غږونو د پیاوړتیا سبب وګرځي.

اعلامیه کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې ده چې په مذهبي مشرانو، مدني فعالانو او ملکي وګړو برید کوونکي پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري