رسولي: د جنايي جرمونو ۲۸ زره پېښې ثبت شوي

رسولي: د جنايي جرمونو ۲۸ زره پېښې ثبت شوي


  • 4 کاله دمخه (07/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1221

 

لویه څارنوالي وایي، چې په تېرو نهه میاشتو کې هېواد کې د جنايي جرمونو شاو خوا ۲۸ زره پېښې ثبت شوي او ورته رسیده ګي شوې.

د لویې څارنوالۍ ویاند، چې رسنیو مرکز کې خبرې کولې وویل، دغه پېښې چې د قتل، ترور، اختطاف، مخدره توکو، اداري فساد، اخلاقي فساد او نورې فضیې پکې شاملې دي د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوي او ډېرې یې په کابل، ننګرهار او قندهار ولایتونو کې دي.

په ورته مهال د لویې څارونوالۍ ویاند وایي، چې په ۱۳۹۹ کال کې یو شمېر کړنې د هېواد په جزائي قانون کې اضافه شوي چې له دې جملې د ځمکو غضب، د چاپېریال ککړتیا او نور پکې شامل دي.

دوي زیاتوي، چې د یادو جرائمو عاملینو سره به قانوني چلند کېږي.

سره له دې، چې کابل کې لاهم د جنايي جرمونو او مقناطیسي ماین چاودنې پېښې زیاتې دي خو چارواکي وایي چې د ولسمشر لومړي مرستیال ته د کابل امنیتي مسئولیتونو ترسپارل کېدو وروسته وضعیت کې مثبت تغییر رامنځ ته شوی دی.