د طالبانو مجبوریتونه، له القاعده به لاره جلا کړي

د طالبانو مجبوریتونه، له القاعده به لاره جلا کړي


  • 3 کاله دمخه (07/12/2020)
  • عبدالمنان توحیدیار
  • 1435

طالبانو سیاسي مشرانو له امریکا سره هوکړه وکړه چې له القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکه پرې کوي او هیڅکله به افغانستان کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي.

لومړی خو دا چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کې القاعده ډلې ته ترهګره ډله ویلې او دویم دا چې طالبان ځینې مجبوریتونه لري چې له دې ډلې په اسانۍ سره لاس نه شي اخیستلی.

طالبانو کلونه د جهاد تر نامه لاندې جګړه وکړه او په دې جګړه کې یې به بهرنیو استخباراتو او ترهګرو ډلو زیاتې پیسې لاس ته راوړي.

د طالبانو پلمه نړیوالو ترهګرو ډلو ته دا وه چې افغانستان اشغال شوی او د خپلواکۍ لپاره دې دا ډلې ورسره مالي او بشري قوې مرسته وکړي.

په دې کې شک نشته چې طالبانو سره بهرنیو ترهګرو ډلو ډيره مرسته کړې او د دې مرستې لامل طالبان و چې هر کله یې ترهګرې ډلې په افغانستان کې جګړې ته تشویق کړي او زمینه سازي یې ورته کړې.

خو کله چې د طالبانو د واکمنۍ ګټې راورسیدې، دا ټولې بهرنۍ ډلې یې ترهګرې یادې کړې او په ښکاره یې امریکا ته وویل چې نور به دې ډلو ته په خپله خاروه کې ځای نه ورکوي.

د طالبانو سیاسي مشرانو دا هوکړه له امریکا سره وکړه چې جنګي طالبان ورسره مخالف و چې ولې یې القاعده او نورې ډلې ترهګرې یادې کړي دي.

د طالبانو هغه جنګي قومندانان چې لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري او امکانات ترې ترلاسه کوي، تراوسه له سیاسي طالبانو سره په دې ماده باندې موافق نه دی چې د امریکا له خاطره بهرنیو وسله والو سره اړیکې پرې کړي.

ځکه طالبانو په ډاګه ویلي و چې بهرني وسله وال د دوی ملاتړي دي او د دوی لپاره امکانات برابروي چې د امریکا پرضد جګړه وکړي

د طالبانو جنګي قومندانانو دلیل دا دی چې ولې د امریکا پرضد خپل ملګري چې کلونه یې ورسره د جګړې په صف کې تیر کړی، ترهګر معرفي کړي او د امریکا له خاطره ورسره اوږده دوستي پرې کړي.

د جنګي قومندانانو او سیاسي طالبانو نظرونه سره جلا شوي او دا د دې لامل شوي چې د طالبانو او القاعده ډلې ترمنځ انشعاب رامنځ ته کړي.

دا انشعاب حتی د طالبانو د ډلو ترمنځ هم راپورته شوی او دا جنجال روان دی چې له القاعده ډلې سره ولې اړیکې پرې شي او ولې ورسره اړیکې وساتل شي.

القاعده ډله هم هڅه کوي چې هغه جنګي قومندانانو ته پراخ امکانات برابر کړي چې د دوی په ملاتړ باندې دي او د دې تر څنګ یې هڅه دا ده چې سیاسي طالبانو ته قناعت ورکړي چې دوی دې د امریکا د ګټو نه قرباني کوي.

خو طالبان خپل مجبوریت لري، واک کې د شریکیدو پریکړه یې کړې او د دې لپاره اړتیا ده چې القاعده ډله د خپلو ګټو قرباني کړي.