ننګرهار کې د پاکستان ویزې لګولو چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي.

ننګرهار کې د پاکستان ویزې لګولو چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي.


  • 4 کاله دمخه (08/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1170

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د نوي مهالوېش له مخې د ويزې لګولو بهير په شفاف او منظم ډول پرمخ روان دی.

د نوي مهالوېش له مخې د اوونۍ په پنځو ورځو کې هره ورځ د دې ولايت د دوو ولسواليو خلکو ته ويزې ورکول کيږي، چې ګڼه ګوڼه ختمه شوې او خلک په سهولت کې په خپل نوبت سره ويزه اخلي. نن سه شنبه چې د ليندۍ مياشتې اتلسمې نېټې سره برابره ده د شينوارو او دوربابا ولسواليو خلکو د ويزو اخیستو په موخه قونسلګرۍ ته مراجعه کړې ده.

 

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولسواليو او نورو ولايتونو په اړه به هم په نوبتي ډول مهالوېش جوړ او خپور شي، چې مراجعين کولای شي په خپله نوبتي ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته د ويزې اخیستو په هدف مراجعه وکړي.