د کابل پولیسو ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په رابطه نیولي دي.

د کابل پولیسو ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په رابطه نیولي دي.


  • 4 کاله دمخه (08/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1287

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل ښار په اړوند سیمو کې د څو بېلا بېلو عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. دغه کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او همداراز د جعل او تذویر په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي. له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.