کابینې د ودونو تالارونو د تړلو پریکړه وکړه

کابینې د ودونو تالارونو د تړلو پریکړه وکړه


  • 3 کاله دمخه (08/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1103

 

د حکومت کابینې یو ځل بیا د ودونو د تالارونو د تړل کېدو پریکړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د کابینې د تازه پریکړې پر اساس د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پریکړه شوې چې د ودنو تالارونه به تر بل حکم پورې تړلي وي.

دغه پریکړه د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز پر اساس شوې او افغان حکومت وایي هڅه یې داده چې ددې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

له دې وړاندې چارواکو په هیواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د پیل خبر ورکړی و.