پاکستان له افغانستان سره د پراخو سوداګریزو اړیکو په لټه کې دی.
دپاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو له افغان چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې غواړي له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي. پاکستاني لوري ددواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا خورا مهمه بللې او په دغه برخه کې یې د خنډونو په لرې کولو هم ټینګار کړی. دوی په تورخم کې د سکن ماشینونو د لږولو او د کابل او پېښور ترمنځ د مستقیمو پروازونو خبره هم کړې. پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا خبره په داسې حال کې کوي، چې تیره میاشت ددغه هیواد یو پلاوی هم افغانستان ته، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه راغلی وو.