جوبایډن وایي، د کرونا لوری بدلولی شي.
د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ویلي، دابه سخته وي، چې کرونا ختمه کړي خو ټیم یې ددې وړتیا لري، چې دکرونا مسیر تغیر کړي. نوموړي د خپل روغتیایي ټیم د معرفې کیدو پرمهال ویلي، په لومړیو سلو ورځو کې به سل میلونه کسانو ته د کرونا واکسین وویشي. نوموړي امریکایانو ته سپارښتنه کړې تر څو دده دواک په لومړیو سلو ورځو کې ماسک وکاروي تر څو د کرونا د تلفاتو کچه راټیټه شي. د بایډن څرګندونې په داسې مهال دي، چې تازه فایزر کمپنۍ د کرونا واکسین جوړ کړی او د امریکا په شمول په یو شمیر هیوادونو کې یې د ویش اجازه هم ترلاسه کړې.