حکومتي غله له طالبانو ډیر خطرناک دي.

حکومتي غله له طالبانو ډیر خطرناک دي.


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1087

ولسي جرګه وایي د حکومتي غلو مخه باید ونیول شي

ولسي جرګه وایي د ۹۱ کوډ  د غیر قانوني کړنو په اړه باید جدي څېړنې وشي. د ولسی جرګې غړي وایي دافغانستان دخلکو له بودیجې غلا کول یو ملي خیانت دی او ددې خیانتګرو مخه باید ونیول شي. دوی وایي د افغانستان د اوسني حکومت واګي مفسدو او یوه ډله غلو ته په لاس ورغلي چې دافغانستان لپاره له طالبانو هم خطرناک شمیرل کیدای شي. ولسې جرګې نن د خبرو په امتیازي ساعت کې د نړیوالو د مرستو کمیدل هم په افغانستان کې په حکومتي چوکاټ کې دغلو ډیریدل یاد کړل. څو ورځې وړندې ۹۱ کوډ څخه د غیر قانوني لګښتونو په اړه یو راپور خپور شو، چې پکې ګڼو لوړ پوړو دولتي چارواکو له دغه کوډ څخه په استفادې دافغانستان له بودیجې شخصي ګټه پورته کړې وه.