د بلخ ولایت ځایی چارواکي وايي چې تیره ورځ وسله والو طالبانو اووه پولیس نیولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد نن رسنیو ته وویل چې دا پیښه د چهار بولک په ولسوالۍ کې پرون شاوخوا دولس بجې وشوه.
نوموړی زیاتوي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره څو څو ځله یې سخت بریدونه کړي، خو د نیولو په برخه کې یې پاتې راغلي.
بلخ د شمالي ولایتونو یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې وسله وال طالبان پکې زیات فعالیت لري.