تمه ده د کرونا واکسین افغانستان ته ۷ میاشتو کې راوړل شي

تمه ده د کرونا واکسین افغانستان ته ۷ میاشتو کې راوړل شي


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1330

 

د عامې روغتیا وزارت وايي، تمه لري، چې د کرونا ویروس واکسین راتلونکو ۷ میاشتو کې افغانستان ته راوړل شي.

د عامې روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل، چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب لپاره روغتیایي تدابیر په پام کې ونیسي او له ماسک څخه استفاده وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د کرونا ویروس دغه واکسین به لومړی هغو کسانو ته تطبیق شي، چې په دې ویروس اخته شوي دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۱۷۷ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.