فاطمه مورچل د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیاله ټاکل شوې

فاطمه مورچل د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیاله ټاکل شوې


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1098

فاطمه مورچل د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیاله ټاکل شوې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي مورچل د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې په وړاندیز او د ولمشر غني د حکم له مخې په فوق رتبه بست کې ګومارل شوې ده.
مورچل خپلې لوړې زده کړې په متحده ایالاتو کې ترسره کړي دي.
همداراز د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ محمد حیدري په لومړي بست کې د یادې ادارې د دفتر ریاست د عامه اړیکو چارو د متخصص په توګه ټاکل شوی دی.