امریکايي ځواکونو د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې

امریکايي ځواکونو د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1069

 

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې وه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور او ماموریت پر مهال زرګونه لنډ مهالې او اوږد مهاله اډې جوړې کړې دي چې ددې اډو د جوړولو لپاره یې د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

سرچینه کاږي امریکایي ځواکونو ان د خلکو کرنیزې ځمکې غصب کړې او سره له دې چې د ځمکو خاوندانو یې د بېرته اخیستلو لپاره له قانوني لارو مبارزه کړې ده، خو ګټه یې نه ده کړې.

سرچینه کاږي امریکایي ځواکونو د ځمکو د غصب له امله د ځمکو خاوندانو ته هېڅ راز تاوان نه دی ورکړی په داسې حال کې چې شاوخوا شل کاله کېږي د ځینو کروندګرو ځمکې د امریکایي ځواکونو په اډو بدلې شوې دي.