لوګر کې ښوونکو ته د هستوګنې نومرو ویش پيل شو

لوګر کې ښوونکو ته د هستوګنې نومرو ویش پيل شو


  • 4 کاله دمخه (10/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1167

د لوګر مرکز اړوند  د ۷۴ ښوونځیو پر ۹۹۷ ښوونکو د  کورونو د جوړولو لپاره د ځمکو نومرو وېش په عملي ډول پیل شو.  

دا ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. 

یاد ښارګوټی د استوګنې ۹۹۷ نومرې لري، چې د څلورو ورځو په موده کې به د پل علم پر ۹۹۷ مستحقو ښوونکو په وړیا ډول ووېشل شي.

د یادونې وړ ده،چې تر دې وړاندې هم د لوګر په محمدآغې، خوښۍ او برکي برک ولسوالیو کې د ښوونکو ښارګوټي پرانیستل شوي دي.