د ملالې قاتلین باید د ناکامورا د قاتلینو په څېر خلاصې تڼي ونه ګرځي.

د ملالې قاتلین باید د ناکامورا د قاتلینو په څېر خلاصې تڼي ونه ګرځي.


  • 3 کاله دمخه (10/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1299

ننګرهار شیرزي لوبغالي کې د خبریالې ملالې میوند د جنازې مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د میوند پلار د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل ته په خطاب کې وویل، چې نورې لس ملالې هم لري او ټولې له وطنه ځاروې، خو د ملالې میوند قاتلین باید د ناکامورا د قاتلینو په څېر خلاصې تڼۍ ونه ګرځي. ملاله میوند په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د یو خصوصي ټلویزون خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله وه، چې نن سهار د نا پيژانده وسلوالو له لوري له خپل  موټروان سره یو ځاي په ډزو ووژل شوه.