د تالقانو ښار د پاته سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی.

د تالقانو ښار د پاته سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی.


  • 3 کاله دمخه (10/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1187

د ټولګټو وزارت وایي، چې د تخار ولایت د تالقانو ښار د سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی، د دغې پروژې مالي لګښت د افغان دولت له لوري ورکول کېږي، چې د جوړولو تړون یې د څه باندې ۵۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی او په نږدې راتلونکي کې به د ګټې اخیستنې په هدف پرانستل شي. د یاد سړک بشپړېدل به منظمې ښاري پراختیا، ټرافیکې ګڼې ګوڼې کموالي، او سیمه ییز پيوستون ته لار هواره کړي. 

 سرچینه زیاتوي، چې دغه راز به خلک د یادو سړکونو له لارې د هوسا ټولنیز ژوند لپاره روغتیایي مرکزونو، زده کړو او ښاري خدمتونو ته په اسانۍ لاس رسی پیدا کړي.