د شهیدې ملاله میوند جنازه او زما نظر

د شهیدې ملاله میوند جنازه او زما نظر


  • 3 کاله دمخه (10/12/2020)
  • نعمان دوست
  • 3289

سالمه نېوکه پر هر چا، د هر چا حق ده؛ خو لازمه ده چې له نیوکې وړاندې د نیوکې منطق ته تم شو.

نن ځینو دوستانو په دې هم نیوکه کړې وه چې ګوندې والي، ولې د جنازي لمونځ ورکړ! د ده مسولیتونه نور دي!

ښه؛

راځئ یوه محاسبه وکړو؛ په ننګرهار کې د والي په توګه د ښاغلي ضیاء الحق امرخېل شاوخوا شپږ میاشتې کیږي. که غلط شوی نه اوسم نو دا درېیمه جنازه ده چې نوموړی یې امامت کوي. دې هر امامت ایله نیم ساعت وخت نیولی وي، چې د درې واړو جنازو ټول وخت یو نیم ساعت کیږي. اوس که د یو چا شپږو میاشتو کې یو نیم ساعت وخت د جنازې لمونځونو نیولی وي، نو کوم قیامت را پرېوت؟ که دا امامت یې نه وای کړی د کوم لوی افت مخنیوی به شوی و؟ پخوا، یا په دې نورو ولایتونو کې چې والیان امامت نه کوي؛ هلته هیڅ وینه نه توییږي او هر څه ګل و ګلزار دي ؟ او؟؟؟

د زړونو مالک خدای ج دی؛ خو دا سړی چې په ولسي رنګ کې رنګ دی، په دې توګه غواړي چې دردمنو کورنیو سره د غم په سپکولو کې مرسته وکړي، خپل درد یې وګڼي؛ نو ایا دا بد کار دی؟

عجیبه ده؛ یوه ډله په دې بدنام او منفور دي چې په نوې اصطلاح ټامیان دي او د ټولنې له ارزښتونو خبر نه دي، نور بیا په دې محکومیږي چې ولې دا ارزښتونه پالي!

د یوه کړیدلي او هوښیار ولس په توګه زموږ مکلفیت دا دی چې د مجرمینو د ملاتړو پر وړاندې راپورته شوو. د هغوی په وړاندې غږ پورته کړو چې د شخصي منفعت لپاره د عدالت مانع ګرځي، مجرمینو سره لاس لري. په دنده کې فساد یا غفلت کوي او...

هو،

موږ حق لرو په ولایتي ادارې، په ځانګړې توګه امنیتي او کشفي ارګانونو فشار راوړو او که د غفلت په خوب ویده وي، نو د سړو اوبو سطل یې په څټ ور واړوو.