د اندونزیا هېواد علماوو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

د اندونزیا هېواد علماوو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.


  • 4 کاله دمخه (10/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1176

د حج او اوقافو وزارت وایي، چې د دغه وزارت وزیر محمد قاسم حلیمي د اندونزیا هېواد د ولسمشر پخواني مرستال او محمدیه علماوو سازمان له مشر یوسف کلا سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د دغه کنفرانس په پیل کې د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د اندونزیا هېواد او د محمدیه علماوو سازمان له مشر څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې یې روانه جګړه او ورور وژنه ناروا وبلله.

دغه راز د اندونزیا هېواد د محمدیه علماوو سازمان مشر یوسف کلا هم خبرې کړي او ویلي یې دي، چې موږ له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې ژر تر ژره او یوه تلپاتې سوله راشي.

نوموړي په پای کې دا هم ویلي، چې د اندونزیا هېواد او د محمدیه علماوو سازمان په مشرۍ به نړیوال کنفرانس چې د سیمې هېوادونه به پکې هم ګډون کوي د جوړولو لومړني کارونه پیل کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د فلسطین هېواد د دیني عالمانو مشر شیخ عکرمه صبري هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.