د غرمې ډوډۍ مې چې وخوړه، انټرنټ کلب ته په دې تمه لاړم چې ګوندې د اکبرسايټ کې زما په تبه کوم پوست اعلان شوى وي، چې خپله (سي وي) ورولېږم.خوداسې کوم څه مې پيدا نه کړل چې ما غوښتل.
له لږځنډورورسته له کمپيوټرنه نهيلى راپاڅېدم، شل افغانۍ يې رانه واخيستې، چې ورمې خلاص کۀ ګورم چې بوټونه مې نشته، سخته غوسه راغله،له يوې خوا بېکاره وم يوې روپۍ هم راته ډېر ارزښت درلوده او له بلې خوا مې بوټو نه کوم ظالم غلا کړل، زړه کې مې ويل چې راځه يوه جوړه ښۀبوټونه په پښو کم او لاړ شم، خوپښه مې ور اوږده نه شوه.د انټرنټ کلب له خاوند سره مې يو څه جنجال هم وکۀ خو بې ګټې راته ځکه ښکاره شوچې ماشوم و. بيا مې په کراره د انټرنټ کلب خاوند ته وويل:
-ظالمه اوس خو يوه جوړه چپلې راکه چې تر کوره لاړ شم.
خو د ماشوم زورڅوک لري؟ چې ځان مې پرې مړ کۀ رايې نه کړې. زموږ له شور سره يو ځوانکى هلک راپاڅېد،ويې ويل چې يوڅه خوبه يې درته پرې ايښي وي، ته يې وګوره!
ناست کسان مې ټول راپاڅول چې هرڅوک خپل، خپل بوټونه خپل کړي، په اخيرکې يوه جوړه زړې کرمچې، چې (سري) يې له( تلي) سره يواځې په پوندوکې ارتباط درلود او نورسره جلاو، پرتې وې، د کرمچو بندونه مې خلاص کړل، سري مې له تلي سره وتړل اوروان شوم.
انټرنټ کلپ د کابل دکارته نوپه مارکيټ کې و، وېرېدلم چې کوم څوک مې په دې حال او ورځ ونه ګوري چې دا شرم به بيا چېرته وړم، له فرعي کوڅومې ځان کورته ورساوۀ، مشره ترورمې چې له کلي نه زموږ کورته مېلمنه راغلې وه، له سلام ګرځولو سره يې زما پښوته پام شو، نيم ساعت وړاندې يې چې خداى پاماني راسره کوله لوکس ترکي بوټونه مې په پښوول، د هغې کمپنۍ بوټونه و چې په بوش وارشوي ول؛ خواوس مې تکې سرې شلېدلې دلوفرانو کرمچې په نصيب وې،کله مې چې ورته کيسه وکړه،لاپه جاۍنمازناسته وه چې ناڅابه يې په ښېرو شروع وکړه. داسې چې ان زما زړه يې پرې يخ کړ، په سبامې له يو ملګري نه پيسې پور کړې او په څلورسوه افغانيومې يوه جوړه څپلۍ واخيستې،ماوې هسې هم اوړى راروان دى بوټونه به بيا په بل ژمي کې واخلم .
اونۍ لا نه وه تېره چې په يوې خارجي موسسې کې راته د ژورنالستۍ دنده پيدا شوه، له واره موکارهم شروع شو، په دوهمه ورځ مې له کاوباى پتلون سره څپلۍ پښوکړې او دفتر ته روان شوم، مخکې خو اوبېکاره وم ټوله ورځ به په کور کې ناست وم، خو کله چې دفتر ته روان شوم او پياده مزل مې شروع کړ؛نو څپليو مې پښه سمه تڼاکې کړه، په لاره به لکه سونت کړى ماشوم کوږاووږ روان وم، د کار په لمړي مازديګرچې کله له دفترنه کور خواته روان شوم، باران ځمکه سمه چکړه کړې وه، زه او ملګرى مې به ښار کې په پښو روان وو، چې يوې ښکلې جينۍ مې پام ځان خواته واړاوه، د نجلۍ وښتان په څلورو رنګونو کې ځلېدل چې له لرې يې د سړي پام ځان ته اړاوه، ما په ټوکو ورته وويل، چې تانه دې ويښته ښايسته دي، هغې چې پښو ته راوکتل، په خټو ککړې څپلۍ چې څاڅکي يې ان په څت را ته ويشتل او کېداې شي چې زما کوم اووږ ؛ تګ هم ورته عجيبه ښکار شوى وي ، نوپه مُْسکا يې غبرګه کړه .
(څپلۍ دې ډېرې ښايسته دي.)
ما به ورته څه ويلي واى، رښتيا يې ويل .
دې ځاى نه د يو ملګري اطاق ته لاړم چې جره پکې اوسېده. تر ماښامه مو سره بانډار وکه، کرار کرار ملګري هم ډېرېدل . ماښامه پورې مو ټوکې ټکالې او خنداوې وکړې خو زما فکر ټول په څپليو کې نښتى و، د ټولو ملګرو څپلۍ مې له نظره تېرې کړې چې په کوم يو بريد وکم، د راوتو پرمهال مې له ځان سره پرېکړه وکړه چې د څو ورځو لپاره به د ملګري څپلۍ واخلم، ځکه يو خومې څپليو پښه وهله او بل مې په خارجي دفترکې کار کاو، او د ملګري څپلۍ مې بيا په موډ برابرې وې، په راوتو کې مې د ملګري څپلۍ په پښوکړې اوګړندى روان شو م، ماوې داسې نه چې رانه يې بيرته واخلي، زه لا دکور ورۀ ته نه وم رسېدلى چې بل ملګري ته يې په خندا وويل:
_ ګنګس دى ګنګس، زما څپلۍ يې پښو کړي.
د غږ له اورېدو سره مې منډه کړه. څوچې کور پورې تلم، دې څپليودزړو څپليو زاړه پرهرونه لا پسې تازه کړل، پښه مې يې سمه وينې ګړه، په سبا سهار د څپلو خاوند راته زنګ وواهه او په خندايې راته وويل:
_څپليو سره څنګه يې ،پښه خو به دې نه وهي؟
ارش ننګيال
کابل
٢٠٠٩-٣-٢٥