د روښان ليسې تر چنارونو لاندې د لغمان قومي مشران او مخور ، حکومتي چارواکي او د ليسې ښوونکي او زده کوونکي راټول دي .
د غونډې ویاند په نوبت سره هغه زده کوونکي چې د خبرو کولو او شعرونو لوستلو له پاره يې نوبت نيولی، سټېج ته را بولي .
څوکسان يو په بل پسې سټېج ته راځي خبرې کوي او شعرونه لولي او د حاضرينو له خوا په چک چکو بدرگه کيږي .
د غونډې ویاند يوځل بيا ولاړېږي او يوبل زده کوونکی سټېج ته را بولي او وايي : اوس له عبدالعزیز « شمشېري» څخه هيله کيږي چې خپل شعر غونډې ته واوروي.
يو ځوان زده کوونکی چې زېړرنگه وېښتان او سره بخنه جذابه څېره لري او خړه درېشي يې اغوستې، درېځ ته راځي . لومړی د ليسې د درسي ستونزو په هکله خبرې کوي او ورپسې په عمومي ډول د لغمان د خلکو بېلابېلو ستونزو ته گوته نيسي او د چارواکو پام ورته را اړوي . د وينا په پای کې خپل شعر لولي .
شعر يې د زده کوونکو احساسات راپاروي او په اوږدو چک چکو يې ملگرتيا کوي .
يو کال وروسته همدغه زده کوونکی په پوهنتون کې د شموليت يا « کانکور » ازموينه تېروي او د ننگرهار پوهنتون طب پوهنځی ته بریالی کيږي . په ننگرهار کې سربېره پر دې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ، د هغه ولایت د مترقي او وطنپال جنبش د ولایتي څانگې د سرلارو په ليکه کې هم درېږي. اوس يې تخلص « شمشېری » نه بلکې « موج » دی .
د طب پوهنځی ځوان محصل ، لکه نا آرامه موج ، لکه د سمندر زوروره څپه سکون او سکوت نه پېژني او شپه ورځ په حرکت کې دی . د درس تر څنگه د ننگرهار د کانال د کارگرانو ، د پوهنتون او ښوونځيو د زده کوونکو په منځ کې سياسي کار ته دوام ورکوي . په مظاهرو او سياسي غونډو کې له شور او زوږه ډکې وينا وې کوي او شعرونه لولي .
لغمان ته هم راځي او دلته هم لکه پسرلنۍ گلورينه وږمه پر شنو کروندو گرځي ، له بزگرانو سره د زړه خواله کوي ، له زده کوونکو سره په شته ټولنیزو ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو غږیږي .
*****
د ۱۳۵۱ لمريز کال د پسرلي شپې ورځې دي . نږدې دوه اونۍ کيږي چې په مهترلام ښار کې د بزگرانو او کرنيزو کارگرانو گڼه گوڼه ده. هغوئ هره ورځ ولایت ته غنمو پسې راځي. په هغه غنمو پسې چې خپل يې دي . د کار مزد يې دی .
په هغه کال حکومت د اليشنگ سين د غاړو د پخولو او مرنډولو پروژه پيل کړې وه او د کار په بدل کې يې بزگرانو او کارگرانو ته غنم ورکول . خو حکومتي چارواکو ناغېړي کوله او سره له دې چې گودامونه له غنمو ډک وو ، په يوه او بله پلمه يې د غنمو له ورکړې ډډه کوله .
د روښان ليسې يو شمېر چپ اندي زده کوونکي له بزگرانو او کارگرانو سره په تفاهم کې د سوله ايزې مظاهرې تياری نيسي .
په ټاکل شوې ورځ زده کوونکي او ناراضي بزگران او کارگران د مهترلام ښار د جامع مسجد تر څنگه راټولېږي . په هغه ځای کې چې يو کال مخکې، د لړم د مياشتې په دريمه د تورو ارتجاعي او استبدادي ځواکونو د قاتلانه سازش په پايله کې وطنپال ځوان عبدالرحمان په وحشيانه ډول وژل شوی و، د حق او عدالت غوښتنې بيرغ پورته کيږي او پر لغمان حاکم مرگنۍ چوپتيا پای ته رسول کيږي.
خو حکومتي چارواکي لومړی د زده کوونکو له استازو سره خبرې پيل کوي او وايي چې موږ به همدا اوس تاسې ته غنم در و وېشو خو مظاهره ختمه کړئ او په بزگرانو کار مه لرئ او ورسره جوخت په غنمو بار لارۍ موټر روښان ليسې ته لېږي.
زده کوونکي د حکومت استازو ته وايي چې موږ خيرات نه غواړو. دا غنم د بزگرانو او کارگرانو حق دی ، بايد هغوئ ته ورکړل شي.
کله چې د چارواکو له ريا او نيرنگه ډکه هڅه نه بريالۍ کيږي ، پوليسو او « د ضربې غونډ » ته چې د عبدالرحمان له شهادته وروسته په لغمان کې ځای پر ځای شوی و ، امرکوي چې پر مظاهره کوونکو يرغل وکړي او مظاهره پای ته ورسوي. پوليس پر مظاهره کوونکو يرغل کوي او يو څو کسه زده کوونکي او بزگران زخمي کيږي.
مظاهره پای ته رسيږي خو پوليس يو شمېر زده کوونکي نيسي او زندان ته يې لېږي .
په دغو بنديانو کې د ننگرهار د طب پوهنځی محصل عزیز موج هم شامل دی چې د څو ورځني بند له تېرولو وروسته له نورو بنديانو سره يو ځای خوشې کيږي .
موج خپلې زده کړې په بريالۍ توگه پای ته رسوي او د يوه متعهد ډاکټر په حيث د ناروغانو په درملنه پيل کوي .
طبابت کوي، په طب پوهنځی کې د استادۍ دنده لري ، شعر وايي ، کتابونه ليکي او د ټولنیز عدالت د لارې د يوه ناترسه مبارز په توگه د خپل ژوندانه تر ټولو ښه کلونه د افغانستان د زیارکښ انسان خدمت ته ځانگړي کوي .
له بده مرغه دادی نن هغه سپېڅلی زړه ودرېد چې له مينې ډک و او کرکه يې نه پېژنده . هغه څېره د خاورو په څادر کې ونغښته چې نا هيلو ته يې امیدونه او غمجنو ته يې خندا او خوښي بخښله. هغه موج له خوځښته پاتې شو چې سکون او سکوت ورته د عدم معنا درلوده او ويل به يې :
"ما زنده به آنيم که آرام نگیريم
موجيم که آسوده گی ما عدم ماست"
د دغه پوه او پر هېواد مين شخصيت او د بېوزلو د متواضع ، صادق او صميمي خدمتگار او زما د اوږدو کلونو يار او ملگري پوهنيار ډاکتر عبدالعزيز موج د بې وخته مړينې تريخ او دردوونکی خبر مې ، لکه د غمونو هندوکش پر زړه کښېناست.
اروا يې ښاده ، ياد يې ژوندی او د ابدي سفر لاره يې سپينه او نوراني اوسه.
محترمې کورنۍ ، دوستانو او ملگرو ته يې د دې ستر غم او درد د زغملو قوت غواړم.