د کرونا پراختیا؛ هیواد کې ددغه ویروس ۷۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.
تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ویروس ۷۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي. روغتیا وزارت وایي، په دغه موده کې له یاد ویروس څخه ۴۵ تنه رغیدلي او لس هغو یې بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی. د یاد وزارت په خبره، چې دمګړی په ټول هیواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر۴۸ زرو اوښتی دی. دغه وزارت یاد ویروس لا هم جدي ګواښ ګڼي او په هیوادوالو یې غږ کړی، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.