په کابل ښار کې د لسو توغندیو د لګیدو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل ښار د خیرخانې لب جر سیمې څخه د ښار په بیلابیلو سیمو لس توغندي لګیدلي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، دا توغندي له یو سراچه ډوله موټر څخه توغول شوي، چې درې یې د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه د نهمې امنیتې حوزې پر استوګنیزې سیمې او یو د همدې امنیتي حوزې اړوند پر زن اباد سیمه او بل د خواجه رواش پر استوګنیزه سیمه لګېدلي چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کابل ښار په زړه کې د توغندیو بریدونه کېږي.
د دغه برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.