ایران وایي، د افغان سولې اوسنی وضیعت هیله بښونکی دی.

ایران وایي، د افغان سولې اوسنی وضیعت هیله بښونکی دی.


  • 4 کاله دمخه (12/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1151

ایران وایي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکرات بریالي کیدای شي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازي مجید تخت روانچي ویلي، د افغان سولې اوسنی وضیعت هیله بښونکی دی او تمه شته روان مذاکرات بریالي شي. روانچي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان سولې روانه پروسه باید چټکه کړي، او نړیوال ځواکونه او بهرنۍ کړۍ دې په دغه پروسه کې له لاسوهنو راوګرځوي.روانچي افغان سوله کې د همکاریو ډاډ ورکړی او په طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمښت غږ کړی.