مودي وایي افغان سوله باید د تیرو لاسته راوړنو ساتونکې وي.

مودي وایي افغان سوله باید د تیرو لاسته راوړنو ساتونکې وي.


  • 4 کاله دمخه (12/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1105

 

 

هند وایي، افغان سوله باید د تیرو لاسته راوړنو د خوندیتوب ضریعه شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره د ویډيو کنفرانس له لارې د سیمې پر وضیعت او افغان سوله خبرې کړي. مودي د سولې پروسه کې د افغانانو پر مالکیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سولې پروسه باید د افغانانو په نظارت مخ ته لاړه شي. نوموړي له افغان سولې پروسې سره د همکارۍ خبره هم کړې. بل طرف بیا میرضیایف هم افغان سوله د سیمې د وضیعت لپاره خورا مهمه بللې او په دغه برخه کې یې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی.