افغان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې پاتې مذاکرات به افغانستان کې ترسره کړو

افغان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې پاتې مذاکرات به افغانستان کې ترسره کړو


  • 3 کاله دمخه (12/12/2020)
  • سیلۍ اسد
  • 1165

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي.

 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په خپله فېسبوک پاڼه لیکي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي. 

 

محب زیاته کړې، دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سيمه چې طالبان پیشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.

 

هغه زیاتوي چې مذاکره‌کوونکي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.