د امرالله صالح پر څرګندونو د محقق او مرتضوي غبرګون

د امرالله صالح پر څرګندونو د محقق او مرتضوي غبرګون


  • 3 کاله دمخه (12/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1320

 

محمد محقق او شاه حسین مرتضوي د امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

نن سهار د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل، چې داعش ډلې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، که یو بندي یې هم اعدام شي، نو کابل به د شیعه مذهبو په مسلخ بدل کړي.

محمد محقق د امرالله صالح د خبرو په ځواب کې ویلي، چې چارواکي دې په خپلو خبرو کې مسولانه عمل وکړي او داسې څرګندونې به په کابل کې رواني نا امني رامنځته کړي.

همدارنګه د ولسمشر فرهنګي سلاکار، شاه حسین مرتضوي د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، طالبان او داعش د افغانستان دښمنان دي او موږ باید د شیعه ډلې د ویرولو هڅه ونکړو.