ملګري ملتونه دې د افغان خبریالانو  خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

ملګري ملتونه دې د افغان خبریالانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي


  • 4 کاله دمخه (12/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1288

د بې پولې خبریالانو د سازمان په ګډون د ژورنالیستانو یو شمېر کورنیو او نړیوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ کړی دی چې د افغان خبریالانو خوندیتابه ته پوره پاملرنه وکړي.
افغانستان کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې او د بې پولې خبریالانو سازمان ملګرو ملتونو ته استول شوی دا لیک تایید کړی او ویلي یې دي، ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
په دې لیک کې، د افغان خبریالانو پر وړاندې د ډېرېدونکي تاوتریخوالي او ګواښونو په اړه د خبریالانو او رسنیو اندیښنې په ګوته شوې او له امنیت شورا څخه غوښتنه شوې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي او عاملین یې تر فشار لاندې ونیسي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاورتریخوالي پېښې زیاته شوې او خبریالان یې سخت اندېښمن کړي دي.