پولیسو هغه کس ونیوه چې کابل کې یې یو افسر وژلی و.

پولیسو هغه کس ونیوه چې کابل کې یې یو افسر وژلی و.


  • 3 کاله دمخه (12/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1361

د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د یوه اوپراتیفي اقدام په پایله کې هغه کس ونیوه چې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر یې د تفنګچې په وسیله وژلی و.

د وزارت په خبره، یاد کس هارون نومېږي او د نشه يي توکو پلورونکی دی. دغه کس له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و او تېره شپه کله چې د کابل ښار د یادې امنیتي حوزې منسوبینو غوښتل نوموړی ونیسي، له پولیسو سره تر لنډې نښتې او د لسمې حوزې د ټولي قوماندان تر وژلو وروسته د پېښې له سیمې تښتېدلی و، چې نن غرمه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.