دانش: دوحه کې د سولې درې میاشتني مذاکرات بې نتیجې دي

دانش: دوحه کې د سولې درې میاشتني مذاکرات بې نتیجې دي


  • 4 کاله دمخه (12/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1283

 

دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو په تړاو له خبرو سره هم مهال د ولسمشر دویم مرستیال د دوحې درې میاشتني مذاکرات بې نتیجې بولي.

سرور دانش، چې د بشري حقونو د مدافعینو خوندیتوب کمیسیون لومړنۍ غونډې ته خبرې کولې وویل شاوخوا درې میاشتې دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو دوام وکړ خو کومه پایله یې ور نه کړه.

نوموړی وایي په دې موده کې نه اوربند شوی او نه هم د تاوتریخوالي کچه راټيټه شوه.

په ورته مهال د بشري حقونو کمېسیون مسئولانو هم د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب کمېسیون غونډې ته چې د ولسمشر غني په مشرۍ رامنځ ته شوی خبرې وکړې.

د بشري حقونو کمېسیون مسئولان وایي  افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د مدافعینو لپاره یو له نا امنه هېوادونو څخه دی.

دوی وايي څلور لسیزي کیږي چې د بشري حقونو مدافعان له تهدید سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب کمیسیون به د لویې څارنولي، عدلیې وزارت، د ښځو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په غړیتوب سره د لومړي معالونیت تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.