ځوان سندرغاړی ګلورین باچا

ځوان سندرغاړی ګلورین باچا


  • 4 کاله دمخه (13/12/2020)
  • سمسور حبیبي
  • 3184

ګلورین باچا چې د خیبر پښتونخوا صوابۍ سره تعلق لري، خو د زده کړو لپاره له اوږدو کلونو راهیسې پېښور کې اوسېږي.

ګلورین نه یوازې دا چې سندرغاړی دی، بلکې یو ښه کمپوز جوړونکی، د موسیقۍ تړون هم په نوي رنګ خوند سره کوي.

ګلورین جاچا چې له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې پېښور ایډورز کالج کې سیول انحینري کې زده کولې، د دغه کالج د هنر پالې ټولنه چې هغه وخت ترهه ګرۍ ځپلې وه، یو ځل بیا یې راپورته کړه او شرنګېدلې ښکلا او ځلا یې وروبخښله. باچا بیا د دغې هنرپالی ټولنې مشري هم په غاړه لرله.

ګلورین باچا اوس په سیول انجینري کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړي، خو هغه اوس یوازې د خپل مسلک پورې محدود نه دی پاتې. هغه د خپل خداداد استعداد له وجې اوس د موسیقۍ په هسک دومره لوړ الوت کړی چې د ډېرو هنرمندانو وزرونه به په کې وسوزوي.

ګلورین باچا یو سوچه نشنلست، بشرپال او هنرپال شخصیت دی. 

دا پښتون ځوان سندرغاړی د ځوان کهول په سندرغاړو کې نۀ یوازې د کلاسیک موسیقي یو تکړه شاګرد دی، بلکې په هنري حواله هم یو منفرد، غږ لرونکی، عالي شعر انتخابونکی دی. په غږ کې یې سوز او ګداز او په مرۍ کې یې فطري سندریز شور ټول هغه څه دي چې د ګل ورین لپاره د هنر د مینه والو او هنر پېژندونکو په زړونو کې ځانته خاص ځای جوړ کړی. 

امکان ډېر شته چې ګل ورین به یو وخت د لویو استادانو سندرغاړو په لړ لیک کې ځانته یو خپل سبک او طرزِ موسیقي مقام لري

هغه خپله لومړنۍ سندره "خیال" په سافټ راک سبک کې وویله. 

ورپسې یې د "راغاړې اوځه" سندره راغله چې په ولسي او کلتوري بنسټ ولاړه وه. 

د "سپین بیرغ" تر سندرې وروسته پر پاچا جوپه جوپه مینوال ورمات شول. 

په دې سندره کې د پښتنې ټولنې څرګند انځورونه وړاندې شوي وو.

په دې سندره کې هڅه شوې چې خلک د تعلیم په ارزښت وپوهوي.

پاچا په دې وروستیو کې د "قبر سوری که ټپې" وویلې چې تر تمې ډېر هرکلي سره مخامخ شوې. 

پاچا غواړي پر صوفیانه موسیقۍ تمرکز ډېر کړي او هیله من دی چې په دې برخه کې به یې هڅې د خلکو خوښې شي.  

د استاد غلام علي او انوپ جلوتا جي په څېر د هنر د اسمان ځلانده ستورنو د پاچا د موسیقۍ تر اورېدو وروسته نوموړي ته د ستاینې غږیز او ویډیويي پیغامونه استولي دي. 

ګلورین پاچا د مشهور پښتون سندرغاړي هارون پاچا وراره دی.