عمر: د ۹۱ کوډ پیسې بې ځایه نه دي لګول شوي

عمر: د ۹۱ کوډ پیسې بې ځایه نه دي لګول شوي


  • 4 کاله دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1416

 

وحید عمر وایي له ۹۱ احتیاطي کوډ څخه پیسې بې ځایه نه دي مصرف شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې رئیس وحید عمر له ۹۱ کوډ څخه په لګښتونو کې د فساد په تړاو وروستي خپاره شوي رپوټونه رد کړل او وایي، چې دده په مشرۍ اداره په ۱۳۹۸ کال کې د بودجې له تصویب وروسته جوړه شوې او له همدې امله ولسمشر د دې ادارې د کارکوونکو د ۹ میاشتو معاشونه او لګښتونه له ۹۱ کوډ څخه اجرا کړي دي.

وحید عمر، چې د ولسمشر د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل د معرفي غونډې ته خبرې کولې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په ګډون د ولسي جرګې پر یو شمېر غړو نیوکه کوي چې پر نوموړي یې د یوې ورځپاڼې د راپور په حواله بې مورده تورونه لګولي او حاضر دی خپله ټوله شتمني د رحمت الله نبیل د شتمنۍ له ۵ سلنه سره بدله کړي.

په ورته مهال نوموړی د موقت حکومت د جوړېدو په تړاو د یو شمېر سیاستوالو پر څرګندونو نیوکه کوي او وایي چې د موقت حکومت جوړېدل ماضي ته د تګ په معنا دی چې هیڅ امکان نه لري.