پر بایسکل د کرونا پر وړاندې دعامه پوهاوي کمپاین؛ ادریس سیاوش نورستان کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

پر بایسکل د کرونا پر وړاندې دعامه پوهاوي کمپاین؛ ادریس سیاوش نورستان کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.


  • 4 کاله دمخه (13/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1742

د کتاب لوست ماموریت؛

ادریس سیاوش په نورستان کې د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین کوي.

دکتاب لوست مدنې ټولنه له لغمان، ننګرهار او کونړ وروسته په نورستان کې د کرونا پر وړاندې عامه پوهاوی ترسره کوي. ددغې ټولنې مشر، ادریس سیاوش وایي، د خپل بایسکل په واسطه کلي په کلي ګرځي او د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي سربېره افغان ماشومانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه ویشي. سیاوش هیله لري، چې په دغه ولایت کې د لاس وینځلو فرهنګ هم عام شي او په همدې موخه یې هڅه کړې، تر څو ماشومانو ته د پاکو لاسونو پر ګټو او د هغو پلرونو ته د ماشومانو د نظافت ارزښت وغږیږي. هغه اوس مهال په نورستان کې دی او وایي چې، سفرونه یې سخت خو له خونده ډک دي، دی په دغه برخه کې ځان ستړی نه بولي او  تر خپل وروستي حده پورې  ددې هېواد د ابادۍ لپاره د کار کولو ژمنه کوي.