لغمان کې جګړې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

لغمان کې جګړې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.


  • 3 کاله دمخه (14/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1131

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د شکرمان او اسلام اباد سیمو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې د طالبانو یو مهم غړی عبدالمالک وژل شوی. دلغمان والي ویاند اسد الله دولتزی وایي، په یاده نښته کې د وسلوالو طالبانو یو مهم غړی وژل شوی او ګڼ شمیر نور یې ټپیان دي. دولتزی دغه راز زیاتوي، چې د طالبانو لخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د ملکي خلکو په کورونو لږیدلې، چې د یوې میرمنې په شمول یې درې تنه شهیدان کړي، او دماشومانو په ګډون نهه نور ژوبل شوي، هغه همداراز افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وایي، چې په یاده نښته کې دوه افغان سرتیري برسیرن ټپیان شوي.بل طرف بیا د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د افغان ځواکونو د ډیسي توپ د یوې مرمۍ له کبله اوښتې.