د دو همې سقاوۍ ليکوال سقاويانو ته کمپاين کوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اجمل (( هوډمن ))
  • 1486

د (( کانديدانو مارکيټ )) ليکنې په ځواب کې
يون صيب ستاستو ليکنه (( د کانديدانو مارکيټ )) مې ولوستله په ريښتيا سره چې دا ليکنه ستاسو له نورو هغو سره ډير توپير درلود او هغه داچې تاسوتل د پوهنتون هغه هم د ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه له اخلاقي ارزښتونو څخه ننګه کوله او هڅه مو کوله چې خبرې دې هم په ادبياتو برابرې وي اوهم له اخلاقي پلوه د پوهنتون يوه استاد ته ورته وي، خو داځل تاسو نه يوازې داچې د خپلې استادۍ مقام په پام کې نه دى نيولى بلکې پخپله موځان ته حق ورکړى چې اخلاقي ارزښتونه د پښو لاندې کړى.
ما نه غوښتل چې پښتانه ليکوال د ټاکنو په مهال سياليوته راوځي او يو د بل په وړاندې ليکنې وکړي خو څه وکړم چې استادان داسې کوي نو له شاګردانو خو ګيله نه کيږي.
تاسو پخپله ليکنه کې دولس مشرۍ کانديدان په لسو برخو ويشلي او ٩ ډلوته مو له سپکاوي او سپکو سپورو ويلو وروسته خپل کانديد حامد کرزى تر ټولو اتل او له لږو نيمګړتيا وو سره د ډيرو لاسته راوړنو خاوند بللى، که څه هم په ظاهره تاسو د کانديدانو د شمير زيات والى په راتلونکو ټاکنو کې يوه ستونزه بللې خو ستاسو اصلي موخه دا نه بلکې د کرزي د مخالفو کانديدانو سپکاوى دى، پر پښتو ويبپاڼو برسيره د ويسا په ورځپاڼه کې ستاسو د ليکنې خپريدل څه ساده خبره نه ده مونږ ټول پوهيږو چې ويسا د کرزي په هغو پيسو خپريږي چې د کريم خرم له لارې زبير شفيقي ته ورکول کيږي او ټولې هغه ليکنې چې د کرزي د مخالفو کانديدانو په زيان تماميږي ويسا ېې خپروي په دې اساس ستاستو ليکنه هم ستاسو خپل نظر نه بلکې د کرزي د کمپاينرانو کنځلپاڼه ده چې تاسوته ېې د مد او شد د برابروولو لپاره در سپارلې او که نه نو د تاسو او زبير شفيقي ترمنځ څه دي .؟
تاسو پښتون او پښتانه نارې وهى او هغه لاهم د سيد قطب په فلسفه کې ورک دى تاسو ځان ملتپال بولۍ او هغه ملتپالنه کفر بولي خو خبره داده چې اوس وخت او ډالرو ټول سره يوځاى کړي يۍ او د کرزي د ټيم وياړ درله غاړې دى، په هر صورت راځئ چې ستاسو په ليکنه يو څه ووايو.
د تاسو يوه نيوکه داده چې ولې دومره ډيرو خلکو ځانونه کانديد کړي.؟ يون صيب د افغانستان د اساسي قانون د ٢٢ مادې له مخې ټول افغانان مساوي حقوق او وجايب لري او د ٦٢ مادې له مخې هر افغان چې ټاکلي شرطونه پوره کړي حق لري چې ولس مشرۍ ته کانديد شي نو چې داسې ده تاسو ولې تکليف احساسوى پوه شى چې د تاسو او د تاسو د کانديد په ګډون هيڅ څوک حق نلري چې دا حق له چا څخه سلب کړي او يا په نورو کانديدانو پسې ناوړه ډنډورې جوړې کړي.
تاسو د خپلې ليکنې په سر ليک کې د مارکيټ کلمه کارولې مارکيټ يوه اقتصادي کلمه ده او هغه کسان ېې په خوله کې اړوي چې سرو کار ېې له پيسو سره وي ځکه چې مارکيټ يا بازار کې بې پيسو خبره نه کيږي له دې، ځايه ښکاري چې ستاسو مارکيټ هم ډير ګرم دى نو ځکه مو له دې اصطلاح سره مينه پيدا شوې او د ليکنې سرليک مو کړې ستاسو په ليکنه کې ډيرې داسې جملې ليدل کيږي چې له اخلاقي پلوه ېې ليکل نه وه په کار لکه (( کانديدان پرته له دې چې له عقل سره مشوره وکړي، کانديدان ددې لپاره چې خپلې ميرمنې ته خپل حيثيت او چت کړي، ځينې کانديدان په خپل کلي کې څوک نه پيژني، د کانديدانو انډوخر او داسې نورې ځينې جملې .))
يون صيب که غواړې چې د کرزي لپاره کمپاين وکړې دا ستاسو حق دى خو ته نورو کانديدانو ته چې په ولس کې لږ يا ډير پلويان لري سپکاوى نه شې کولاى او نه هم تاسوته دا يو مناسب کار دى.
تاسو په ليکنه کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکامو کانديدانو ته هم پيغور ورکړى خو دا مو له ياده وتي چې ته هم د لغمان ولايت له ناکامو کانديداانو څخه ېې، تاسو د ولسې جرګې کوم غړى چې زه او ته ېې پيژنو په تيرو ټاکنو کې په ٨ لکه ډالره لګښټ تورن کړى، خو داچې ستا خپل کانديد له اساسي قانون څخه ريش خند جوړ کړى دا نه يادوې او هغه د ډيرو لاسته راوړنو خاوند بولې زه نه پوهيږم چې ته د کرزي کومه لاسته راوړنه يادوې له بهسودو څخه د کوچيانو شړل، په خواجه بهاء الدين کې د پښتنو کتلوي کلا بندي او که کومه بله لاسته راوړنه.؟
تاسو د ليکنې په يوه برخه کې ځينې ملي ګوندونه او ملي کانديدان ناملي بللي او ويلي مودي چې د ملت او ملي روستاړي دې لرې کړي زه او ته اوښايي ټول لوستونکي پوه شي چې ته څوک ښيې خو که ستا سو تعريف له ملي ګوند يا ملي کانديد څخه دا وي چې د ټول افغانستان خلک ورونه او يو ملت وبولي بيا خو ته خپله هم ملي نه ېې.
دوهمه سقاوي ستاد نه ملي توب ښه ثبوت دى ځکه تاسو نه يوازې دا چې نور قومونه موپردي بللي بلکې پښتنوته مو ډير دښمنان ورزول او ته پوهيږي چې شمالي ټلواله ستا د دوهمې سقاوۍ مسئوليت هم په همدې ناملي ګوندونو ور اچوي او که دهمدې ناملي ګوندونو او ناملي کانديدا نو برکت نه واى ته به هم لکه د نورو اوس د کانديدانو په مارکيټ کې نه ګرځيدې، ته د همدغو کانديدانو او ګوندونو په مټ چې ته ېې ناملي بولې د کرزي تر ارګه رسيدلى ېې !
په هر صورت ته چې دکانديدانو په مارکيټ کې له ټولو کانديدانو سره غيږ ورکوې او ملنډې پرې وهې زه هم حق لرم چې تا ته يوه مشوره درکړم که ته ريښتيا هم غواړې چې پښتانه په افغانستان کې حيثيت او عزت پيدا کړي نو د کرزي له ملاتړ څخه لاس واخله او که نه نو د کرزي په څنګ کې خو بيا سقا ويان واک ته رسيږي او ستا کمپاين هم په واقيعت کې د سقاويانو په ګټه تماميږي او يو شى مه هيروه چې داځل ټاکنې له تيرو سره مه پرتله کوه هغه ځلې کرزى له دستم، محقق او قانوني سره مخامخ وه خو داځلې داسې ککر يوسره مخامخ دى چې که ريښتيا هم ټاکنې عادلانه وي اوستا کانديد دوکه پکې و نه کړي په همدغو ملي کانديدانو کې به يو هغه چې ته ېې ناملې بولې راتلونکى ولس مشر شي او که دا خبره نه منې نو لومړى دې دوهمې سقاوى ته اور واچوه او بيا سقاويانوته کمپاين کوه .