په تخار ولایت کې د طالبانو په یرغلیزو بریدونو کې اته محلي پولیس وژل شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، طالب جنګیالیو د بنګي ولسوالۍ په یو کلي برید کړی او اته محلي پولیس یې وژلي دي.
اسیر وايي، دغو محلي پولیسو په کندز ولایت کې فعالیت درلود او دوه ورځې مخکې بنګي ولسوالۍ ته په رخصتۍ خپلو کورنو ته راغلي وه.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي