هېواد کې د ننه د سولې خبرو، طالبان چلنچ کړل

هېواد کې د ننه د سولې خبرو، طالبان چلنچ کړل


  • 4 کاله دمخه (14/12/2020)
  • نوید احمد څرک
  • 1301

طالبانو ته تازه د ملي امنیت شورا وړاندیز کړی چې لومړی پړاو خبرې له هېواده بهر وشوې او اوس چې دواړه ټیمونه په رخصتۍ دي، طالبان دې پاتې خبرې په خپل هېواد کې وکړي.

طالبانو ته اختیار ورکول شوی چې هر ځای غواړي هملته به د خبرو لپاره تاسیسات جوړ کړي او خبرې اترې به پکې وکړي.

دا د دې لپاره چې د افغانانو په مشرۍ خبرې باید په افغانستان کې وشي، چې له هر ډول لاسوهنو څخه پاکې وي.

د ملي امنیت شورا دا وړاندیز له هرکلي سره مخ دی چې افغانان دې خپلمنځي خبرې په خپل کور کې وکړي.

امنیت شورا د طالبانو د سیاسي ډلې د امنیت تضمین هم کوي او ډاډ یې ورکړی چې ټول امکانات به ورته په کور دننه برابر کړی.

دا وړاندیز چې د خلکو له هرکلي سره مخ دی، تر څنګ یې طالبان چلنج شوي هم دي او هغه  داسې چې ولې طالبان په خپله خاوره کې مذاکرات نه کوي.

طالبان ډیر کله په کاذبه ادعا کې وایي چې دوی پنځوس سلنه او شپیته سلنه خاوره باندې کنټرول نه لري.

ښا چې دومره خاوره باندې واکمن دي، نو دې ساحه کې دومره ځای نشته چې طالبان پکې ځانونه مصوون احساس کړي؟

که ځان مصوون نه احساسوي، افغان حکومت چمتو دی چې د طالبانو لپاره خوندي سیمه رامنځ ته کړي چې خبرې پکې دوام وکړی.

دا اوس یو ځل بیا په ډاګه شوه چې طالبان هسې خیال ګوري او د افغانستان په هیڅ برخه باندې واکمني نه لري.

ولې طالبان د افغانستان په پرتله نورو هېوادونو کې خبرې کول غواړي؟ ایا طالبان پر ځان باور نه لري، که پر افغانانو؟

دا ښکاره ده چې د طالبانو کنټرول د بل چا په لاس کې دی او هغه باداران یې چې هر څه ورته ووايي، همغه ډول عمل کوي، که طالبانو خپل واک درلودلی، دا پریکړه ورته اسانه وه چې په کور دننه خبرې وکړي.

په کور دننه هم مصارف کمیږي، هم خود مختاري رامنځ ته کیږي او هم ټول اړخونه کولی شي، په وخت باندې مشورې او پریکړې وکړي.