غني: د سولې بل پړاو مذاکرات دې افغانستان کې وشي

غني: د سولې بل پړاو مذاکرات دې افغانستان کې وشي


  • 3 کاله دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1228

 

ولسمشر غني وایي د سولې بل پړاو مذاکرات دې په افغانستان کې ترسره شي.

اشرف غني، چې د کابینې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له هغو څرګندونو ملاتړ کوي چې د سولې مذاکراتو راتلونکی پړاو دې افغانستان کې ترسره شي.

اشرف غني وایي افغانان د جرګو له لارې د ستونزو د حل تجربې لري او ښه به دا وي څو په کور دننه مذاکراتو له جریان څخه ټول افغانان با خبره اوسي.