د مذاکراتي ټیمونو ۲۰ ورځنۍ وقفه ښه پریکړه نه ده

د مذاکراتي ټیمونو ۲۰ ورځنۍ وقفه ښه پریکړه نه ده


  • 4 کاله دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1071

 

زلمی خلیلزاد وايي سره له دې چې افغانستان کې جګړه روانه ده دواړو مذاکراتي ټیمونو ۲۰ ورځې وقفه اعلان کړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې په داسې حال کې، چې افغانستان کې جګړه په خواشینوونکې بڼه روانه ده، سیاسي هوکړې، د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته عاجله اړتیا لیدل کیږي خو دواړو مذاکراتي ټیمونو ۲۰ ورځې وقفه اعلان کړې.

خلیلزاد وایي د سولې پروسې ته متوجه خطرونو ته په پام، دا حتمي ده چې د جنورۍ په پنځمه نېټه بېرته مذاکرات پیل شي.