د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې یوه جرمي پېښه رامنځته شوې چې په هغه کې د دولتي کارمندانو لاس و او نیول شوي دي.
د ولسمشرلومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، تېره ورځ په یوه تروریستي پېښه کې په اوومه امنیتي حوزه کې د دولتي کارمندانو لاس و چې سربېره پر دې چې څارنوالۍ ته معرفي شو د تل لپاره له خپلو دندو لري کړل شوه.
نوموړي دغه راز ویلي، په اوومه امنیتي حوزه کې یوه بله جنایي پېښه کې د دولت یو کارکونکی عبدالحمید وژل شوی دی.
هغه دغه راز زیاته کړې، امنیتي مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته باید په ښار کې په موټر سایکل دوه کسان پرې نه ښودل شي ځکه په موټر سایکل د دوو کسانو سپرېدل د تروریستانو په معنی دي.