ولسمشر غني د کانګرس له رئیسې سره خبرې کړې

ولسمشر غني د کانګرس له رئیسې سره خبرې کړې


  • 4 کاله دمخه (15/12/2020)
  • سیلۍ اسد
  • 1448

ولسمشرغني تېره ورځ د امریکا د کانګرس له رئیسې او د دغه هېواد د مجلس استازو له یو شمېر غړو سره پر ویډیویي کنفرانس خبرې کړې دي.

 

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېر ماښام د امریکا د کانګرس رئیسې نانسي پلوسي سره پر افغان سوله او د امریکا او افغانستان پر اړیکو خبرې کړې دي.

 

خبرپاڼه لیکي، په دغه ویډیو کنفرانس کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي حضور درلود او په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني هم د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وه.

 

په دغه کنفرانس کې دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتیا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې.